خبرونهکابل ټیلیګرافلوبې

د فرانسې پاريس سېن جرمن د اروپا د اتلانو لیګ اتل شو

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اروپا د اتلانو لیګ پای لوبه تیره شپه ترسره شوه، چې پاریس ژرمن یې اتلولي پخپله نوم کړ.

په دغه لوبه کې فرانسې پاريس سېن جرمن او د ايټاليا د انټر مېلان فوټبال لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبغالي ته ښکته شوې وو.

د فرانسې پاريس سېن جرمن فوټبال لوبډلې په دې سیالۍ کې د ايټاليا د انټر مېلان فوټبال لوبډلې ته د ۵-۰ په پایله سره ماتې ورکړه او د اروپا د اتلانو لیګ اتل شو.

دغه اتلولي د اروپا په ګڼ شمېر هېوادونو کې د خلکو لخوا ونمانځل شوه.