کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل ښار کې یې د یو برید په پایله کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
نوموړې جبهې په یوې خپرې کړې ویډیو کې ادعا کړې چې دا برید یې پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۹مه ماښام مهال د کابل ښار شپږمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو پر یو ټولي کړی دی.
له دې مخکې سرچینو ویلي و چې د کابل ښار شپږمې حوزې پورې اړوند سیمه کې یې د چاودنې غږ اورېدلی دی.