طالبانو په ننګرهار کې د نامشروع اړیکو په تور باندې بهسودو ولسوالۍ کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړه.
د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې په زنا متهم وو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو متهمينو له ډلې يوه ښځه پر ۳۵ دُرو تعزیري سزا او يو نارينه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې رئیس، مفتي، محرر او اداري کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندان، د یادې ولسوالۍ کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.