افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د راتلونکې ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د کانکور ازموینې نوملیکنه پیل شوه.

د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ریاست پرون د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې په ښوونځیو او دینې مدراسو کې داوطلب زده کوونکي کولای شي د ازموینې فورمې ډکې کړي.

په دې خبرتیا کې ویل شوې چې د راتلونکې ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور لپاره د نوملیکنې بهیر د راوانې جدي میاشتې پورې دوام لري.

خو په خبرتیا کې دا نه دي ویل شوي چې ایا نجونې هم کولای شي چې د نوم لیکنې په بهیر کې برخه واخلي او کنه؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته تر رسېدو وروسته د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

که څه هم طالبانو ویلي چې دا موضوع لنډ مهالې ده او د یوې طرحې له جوړېدو وروسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي خو د څه دپاسه دریو کلونو په تېرېدو د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو د بهیر د پیل لپاره لا هم یوه طرحه نه ده وروستۍ کړې.