د ایران د بشري حقونو سازمان وايي د روان میلادي کال له پیله تر تېرې اکتوبر میاشتې په دې هیواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسېدلې ده.
د دغه سازمان په تازه راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي چې په دې هیواد کې یوازې په تېره میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ تنه اعدام شوي.
په راپور کې راغلي دي چې دا له ۲۰۰۷ کال راهیسي په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی.
په راپور کې دغه راز راغلي دي چې په له دروان میلادي کال له پیله په ایران کې ۶۵۱ کسان اعدام شوي دي.
په راپور کې د ایران د بشري حقونو د سازمان د مشر محمد امیري مدقم له قوله راغلي: “په ایران کې د پراخو جنګي تبلیغاتو سره هممهاله او د نړۍ ټول پام د ایران او اسرائيل ترمنځ کړکېچ ته اوښتی او اسلامي جمهوري (ایران) په رسنیزه چوپتیا کې د ایران په زندانونو کې د وروستیو دوو لسیزو تر ټولو ډېر اعدامونه پیل کړي دي”
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي داسې نښې شته چې په راتلونکو میاشتو کې به په ایران کې د اعدامونو لړۍ لاپسې چټکه شي.