راپورونه وايي، وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سيمه کې د پاکستان پوځ اړوند د ملېشه ځواک په موټر برید کړی چې دوه نظامیان په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دی.
د خیبر پښتونخوا د کورنيو چارو د ایالتي وزارت وياند رسنيو ته ويلي چې وسله والو کسانو د ډېره اسماعيل خان په سيمه کې د ایف سي ځواک يا د پوځ د ملېشه ځواک پر کاروان برید کړی دی.
هغه زیاته کړې، دوه ځواکونه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د برید مسولیت په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو خیبر پښتونخوا کې ډېر کله پر پوځيانو او پوليسو د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله وال بریدونه کوي.