افغانستانخبرونه

طالبانو په خوست کې د ژمن په نامه راډيو تړلې ده

د طالبانو حکومت په خوست ولایت کې د ژمن په نامه سمه یزه خصوصي راډيو له دې امله تړلې چې په زیګنال کې یې له موسیقۍ کار اخیستل شوی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو له لورې ددغه راډيو د بندیدو لامل په زیګنالونو کې د موسیقۍ کارونه یاده کړې.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژر دي ژمن راډيو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شي.

تر دې وړاندي طالبانو په دغه ولایت کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډېکر ویلي چې طالبان دې خبریالان پرېږدي چې په خوندي توګه خپل فعالتونه ترسره کړي.

کرن ډيګر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په مالوماتو ته لاسرسی د انسانانو بنسټيز حق او باید طالبان افغان خبریالان پریږدي چې د غچ اخیستو پرته خپل کارونه مخته یوسي.