د هسپانیا هیواد پولیسو ویلي چې هېواد ته یې قاچاق کیدونکي دیارلس مټریک ټنه کوکاین نیولي دي.
پولیس رسنیو ته ویلي چې دغه کوکاین په اکواډور هیواد کې کیلو په منځ کې ځای پر ځای شوي وو چې په هسپانیه کې ونیول شول.
د هسپانیې پولیسو ددغه کوکاینو په تړاو د چا د نیولو خبره نده کړې خو ویلي یې دي چې دا هسپانیې ته د نشه یي توکو تر ټولو لویه جوپه وه چې تیره میاشت د پولیسو له لورې د اجسایرس په سویلي بندر کې ونیول شوه.
هسپانیایي پولیسو ته له وړاندې له اکواډور د کوکایینو د دغې سترې جوپې په اړه مالومات ورکړ شوي وو.