
د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت معين ضياءالحق حقمل په ځينو ولاياتو کې د يو شمېر رسنيو بندېدل رد کړي او ويلي يې دي چې د رسنيو پر فعاليتونو هېڅ ډول بنديزونه نه دي لګول شوي.
د نوموړي په وينا، که څه هم د تصويرونو او ويډيو په اړه د طالبانو د رهبرۍ لخوا ملاحضات شته خو رسنۍ يوه ټولنيزه اړتيا ده او بايد خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.
هغه دا خبرې بلخ ولايت ته په يوه رسمي سفر کې کړې دي.
له دې وړاندې د طالبانو د مختلفو مشرانو او امربالمعروف چارواکو له خوا تصويرونه او د ژونديو موجوداتو ويډيوګانې حرامې بلل شوې وې، چې په يو شمېر ولايتونو کې د يو شمېر ټلويزيونونو د بنديدو خبرونه رسنیز شول.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د مشر له دفتره يوه اعلاميه خپره شوې چې د رسنيو لپاره ځينې محدوديتونه پکې وضع شوي دي، خو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت معين وايي چې تصويرونه او رسنۍ د وخت اړتيا ده او خپلو فعاليتونو ته دې ادامه ورکړي.