د ایران بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو د عدلې وزارت لخوا په خپرو شویو مالوماتو کې چې ګوندې سپاه پاسداران د ډونالډ ټرمپ د وژنې په دسیسه کې ښکېل دي رد کړل.
ددغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه راز مسایل د اسراییل له لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو لا خرابیدو په موخه مطرح کیږي.
تر دې وړاندې د امریکا عدلیې وزارت ویلي و چې یوه ۵۱ کلن افغان وګړي ته د ایران سپاه پاسداران له لورې ددنده سپارل شوې وه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له پاره پلان ونیسي.