د هرات د اطلاعاتو فرهنګ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو بیا رغونه یې پیل کړې ده.د هرات ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په یو خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي، د تیر کال د زلزلو له امله زیامنو شویو اثارو د بیا روغونې چارې یې پیل کړي او ددغه چارې موخه د فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو خوندیتوب دی.
ددغه ریاست مشر احمدالله متقي وایي، د دغو اثارو د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې د دغې ادارې او نورو همکارو بنسټونو په لګښت پیل شوي دي.
هغه ویلي، اوس مهال د هرات جامع جومات، د اختیارالدین کلا، مصلی کمپلیکس او د ګذرګاه شریف کمپلیکس په ګډون د څو مهمو ابدو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.