افغانستانخبرونه

د یوناما مشرې په پنجشېر کې د طالبانو له والي سره کتلي

‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتمبایووا پنجشېر ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي سره لیدلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې روزا اوتمبایووا د یو پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته سفر کړی دی.

‏په دغه ناسته کې د پنجشېر والي محمد اغا حکیم په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت، اقتصادي پرمختياو، خلکو او نظام ترمنځ نږدې همغږۍ، نشه یي توکو سره مبارزه او نور بېلابېل پرمختګونه وستایل او د کانونو په برخه کې د نړیوالو شرکتونو او سفارتونو د پام را اړونې په تړاو یې خبرې وکړې.

‏”اوتمبایووا ډاډ څرګند کړ چې دوی په پنجشیر کې په بېلابېلو برخو کې یاد ولایت سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي او په خبره یې چې هغه بنسټونه چې د یاد سازمان په چوکاټ کې کارکوي، دوی به یې پنجشیر ولایت سره د همکارۍ لپاره متوجې کړي.