د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دوه کسان یې په تخار کې د لواطت او غلا په جرم د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.
دغې محکمې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ابتداییه محکمې نن دوه کسان د«لواطت او غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې ۳۹- ۳۹ دورې وهلي دي.
سترې محمکې ددغه مجرمینو هویت ندی ښکاره کړی.
د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره په افغانستان کې د خلکو پر وړاندې بندي سزاوې زیاتې شوي چې د نړیوالو سخت غبرګونونه یې پارولي دي.