د هند پولیس: حیدر اباد کې په سندرغاړي دیلجیت دوسانجه عریضه شوې
د پيژندل شوي پنجابي سندرغاړي دلجیت دوسانجه د “دل لومناتي” دوره روانه ده، چې د کنسرتونو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له ښارونو څخه لیدنه کوي.
په دې وروستیو ورځو کې په ابوظهبي کې د همدې “دل لومناتي” کنسرت ترسره شو چې د پاکستان په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دلجیت دو سنجه مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
د انډین ایکسپریس د راپور له مخې، د دلجیت دوسانجه راتلونکی کنسرت د هند د تلنګانه ایالت په مرکز حیدراباد کې دی، خو د تلنګانه چارواکو له کنسرت وړاندې سندرغاړي ته قانوني خبرداری ورکړی دی.
په خبرتیا کې، دلجیت دوسنج ته لارښوونه شوې چې په حیدراباد کې د هغه په کنسرت کې هغه سندرې ونه وایي چې تاوتریخوالي، شرابو او نورو مخدره توکو ته وده ورکوي.
دا عریضه د چندیګړ ښار د یوه اوسیدونکي پنډت راو ډارنور په نامه د شکایت په پایله کې دلجیت دوسنجه ته صادره شوې ده.
عریضه کوونکو له چارواکو څخه غوښتي چې دلجیت د سندرو ویلو مخه ونیسي چې په حیدراباد کې د کنسرت پرمهال تاوتریخوالي او مخدره توکو ته وده ورکوي.
په عریضه کې، دلجیت څخه دا غوښتنه هم شوې وه چې په خپل کنسرت کې د ماشومانو کارول ودروي.
د تلنګانا د ښځو او ماشومانو د پراختیا ریاست کمشنر کانتي ویسلي تایید کړه چې دا خبرتیا دلجیت دوسنجه او د کنسرت تنظیم کونکو ته ورکړل شوې.