افغانستانخبرونه

د خیبر پښتونخوا حکومت افغانستان سره پر سوداګریزو توکو دوه سلنه نوی ټېکس لګولی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت له لوري له افغانستان سره په سوداګريزو توکو دوه سلنه نوې مالیه وضع کړې ده.

په پاکستان کې د دغې خونې مشر جنېد اسماعیل ماکډا وايي، هغه توکي چې د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، یا له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، دوه سلنه نوې مالیه باید د خیبر پښتونخوا حکومت ته ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت دغې ټېکس ته د بیخبنا د رغولو ټېکس نوم ورکړی چې موخه يې د بار وړونکو موټرو د تګ له امله د زیان لیدونکو سړکونو بیارغونې لګښت پوره کول دي.