لبنان له اسرایلو سره د متحده ایالاتو د سولې وړاندېز د ځينو شرایطو په شتون کې هرکلی کړی دی.
تر اوسه نده په ډاګه شوې چې لبنان او حزب د سولې د خبرو له پاره کوم شرطونه وړاندې کړي دي.
د رسنیو د راپورنو له مخې تیره شپه د لبنان لوړ پوړو چارواکو د متحده ایالاتو دغه وړاندیز د سولې په راوستو او د جګړې پای ته رسول کې جدي هڅه بللې.
د لبنان د پارلمان د مشر نبي بري سلاکار علي حسن خليل رسنیو ته ويلي، لبنان په بيروت کې د امريکا سفير ته د امريکا د وړانديز په اړه خپل ليکلی ځواب وړاندې کړى او د سپينې ماڼۍ استازى اماس هوخشتاین هم د خبرو د دوام لپاره بیروت ته تللى دى.
اسراییلو تر دې دمه د امریکا متحده ایلاتو د دغه وړاندېز په اړه څه ندي ويلي.