افغانستانخبرونه

په تخار کې يو ډاکټر په تبر وژل شوی.

راپورونه وایي، نامعلومه کسانو د تخار په مرکز تالقان کې د «لته بند» روغتيايي مرکز مسوول ډاکتر يوسف په تبر وژلی او له ساحې څخه تښتېدلي دي.

د تخار لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند مبين ساپي هم پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي، په دې تړاو تحقيقات روان دي.

د طالبانو په حاکميت کې له دې مخکې هم په مختلفو سيمو کې ډاکټران او متخصصين وژل شوي دي، چې طالبانو يې په اړه د تحقيقاتو خبر ورکړی خو تر اوسه يې نتيجه نه ده معلومه شوې.

په وروستيو کې د ناامنيو له امله د هېواد د کادرونو او متخصصينو وتل ډېر شوي چې يو شمېر د نظر خاوندان دغه کار د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک بولي.