خبرونهعجایب

د PUBG ګیم له لارې يوې امریکايي له يو پاکستاني سره واده وکړ

يوې امریکايي نجلۍ چې له يو پاکستاني سره يې د PUBG انلاین ګیم کولو يو له بل سره یې مینه پيدا شوې، نجلۍ پاکستان ته ورغلې او له دغه پاکستاني سره يې واده کړې ده.

د هلک کورنۍ ويلي چې نجلۍ له خپلې خور سره پاکستان ته ورغلې، هلته يې په خپله خوښه اسلام قبول کړی او له دغه چترالي هلک سره يې نکاح کړې ده.

نجلۍ د امریکا د ایریزونا  ایالت ده چې سارا نومېږي او هلک د پاکستان د چترال سیمې اوسېدونکی شاهاد حسین دی.