د طالبانو يو مشر سيد اکبر آغا په سعودي عربستان کې د امريکايي سندرغاړې د وروستي کانسرټ او ماډلېنګ پر وړاندې د طالبانو لخوا د غبرګون نه ښودلو له وجې خپل نظام ننګولی دی.
نوموړي پخپل ايکس ليکلي: «اسلامي امارت بايد په دې کار چوپه خوله پاتې نشي. مشران بايد په واضح ډول د دغو ناوړه اعمالو مخالفت وکړي او د اسلام او مسلمانانو سپېڅلتيا وساتي.»
نوموړي دغه راز د امت مسلمه د زوال لامل د ده په وينا، د مشرانو په رفتار کې ضعف او د شرق او غرب متابعت بللی دی او وايي، دغه مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او په دنيا او آخرت کې به ذلت سره مخ وي: «د رياض ناوړه عمل د مسلمانانو لپاره ستره استهزا او شرک دی، د اسلامي نړۍ مشران بايد چوپ پاتې نشي او چوپتيا يې د ضعف نښه ده.»
نوموړی داسې مهال دغه پېغور ورکوي، چې طالبان د دوحې قرارداد د ساتلو لپاره د افغانستان له جغرافيې يو قدم هاخوا هم د اسلام او مسلمان معامله خپله نه بولي او د فلسطين په تړاو يې هم په لاريونونو بنديز لګولی دی.