راپورونه وايي، اسرائیلي ځواکونو د سوریې په تاریخي ښار تدمر باندې هوايي بریدونه کړي چې ۳۶ کسان په کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس په يو راپور کې د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله تایید کړې چې برید د تدمر ښار په يوه ودانۍ او صنعتي سيمه شوی چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.
اسرائیلو له شاوخوا یو کال راهېسې د سوریې په خاوره وخت ناوخت بریدونه کوي چې له امله يې د حکومتي ځايونو سربېره ملکي خلک هم په نښه کېږي.
اسرائیل د دغو بریدونو موخه په سوریه کې د ایراني اهدافو په نښه کول په ګوته کوي.