خبرونهنړۍ

اوکرايني چاوراکو ویلي چې روسیه ممکن د اوکراین پارلیمان ودانۍ په نښه کړي

د اوکراین د پارلمان غړي تاراس باتینکو ویلي د پالیمان غړو ته سپارښتنه شوې چې دولتي سیمو ته له تللو ډډه وکړي.

تاراس باتینکو له رسنیو په خبرو دا هم ویلي چې روسیه غواړي د اوکراین پارلیمان ودانۍ په نښه کړي چې له دې امله د جمعې ورځې غونډه هم لغوه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې موږته وویل شول چې، راتلونکو ورځو کې د دې خطر شته چې په کییف کې پر ویرخوونا رادا سیمې برید وشي او زیاته یې کړه چې پوتین دا خطر د پام وړ زیات کړی دی.

دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین اعلان وکړ، چې د اوریشنیک په نوم منځنی واټن ویشتونکی نوی بالسټیک توغندی یې د اوکراین په جګړه کې په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

پوتین ادعا وکړه چې، دا توغندی د اوکراین پر ختیځ ښار دنیپرو په برید کې کارول شوی و او ټینګار یې وکړ چې دا د ناټو “تهاجمي کړنو” او هغو توغندیو ته ځواب و، چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړي او دې هېواد ورڅخه د روسیې د خاورې د په نښه کولو لپاره کار اخیستی دی.