راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د کرمې اوسېدونکو وروسته له هغې چې د دغې سیمې یو شمېر اوسېدونکو باندې وسله والو ډزې وکړې او شاوخوا ۸۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې.
دوی په ټوله سیمه کې د پاکستاني پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو پوستې او چیک پاینټونه وسوځول، ګڼو دوکانونو، سوداګریزو ځایونو او د پګن په نوم یو بازار ته یې هم اورونه ورته کړل.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې د کرمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي او ځينو ځایونو کې خلکو کورونه پرېښي او خوندي ځایونو ته یې پناه وړه ده.
بلخوا راپورونه وايي چې نن سهار امنیتي ادارو په کرمه کې په ګرځېدو بندیزونه لګولي خو ځايي خلک وايي چې د کرمې وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ورته یوې بلې تاوتریخجنې مظاهرې د پیلېدو وېره موجود ده.