د امریکا د سنا مجلس د هغه جنرال د ترفیع مخه نیولې د جمهوریت تر سقوط وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستی عسکر و او عکس یې په رسنیو کې ډېر مشهور شوی و.
ډګر جنرال کرستوفر دهانو د ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا تر ماتې وروسته د امریکايي ځواکونو وروستی سرتېری و چې الوتکې ته پورته شو.
د امریکا د دفاع وزارت دغه جنرال د څلور ستوریز جنرال د رتبې لپاره سنا مجلس ته وړاندې کړی خو د اوکلاهاما ایالت استازي مارکوایت یې د ترفیع مخالفت کړی دی.
کرستوفر چې نږدې ۳۰ کاله نظامي تجربه لري، د امریکا د دفاع وزارت وایي چې سختو شېبو کې یې په اروپا کې د امریکا د پوځ مشري کړې ده.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پروسې د ډونالډ ټرمپ او د هغه د پلویانو له لوري سختې نیوکې شوې دي.
بل خوا ویل کېږي د ټرمپ اداره د هغو امریکایي نظامیانو لیست جوړوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروسه کې یې مسوولیت درلود.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ ښایي یاد کسان نظامي محکمې ته وړاندې کړي.