د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد یو ملیاردر او د ګواښ د مدیریت یو صندوق مشر سکاټ بېسنټ د خپلې نوې کابینې د مالیې د وزیر په توګه معرفي کړ.
بېسنټ چې د KSquare ګروپ اجرایوي رییس دی، غواړي د ټرمپ د لومړۍ دورې سره سم د مالیاتو کمښت وغځوي او د امریکا د انرژۍ حاکمیت پیاوړی کړي.
ټرمپ په یوه بیان کې وویل: “سکاټ په نړۍ کې یو له معتبرو نړیوالو پانګوالو او جیو پولیټیکل او اقتصادي ستراتیژیو څخه دی. هغه به زما سره د متحده ایالاتو لپاره د نوي طلایی دور په پیل کې مرسته وکړي او د نړۍ د مخکښ اقتصاد په توګه زموږ دریځ پیاوړی کړي.”
ټاکل شوې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په فیبرورۍ کې د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.