خبرونهسیمه

د طالبانو د اوبو د ډیپلوماسۍ هڅې او د ایران اندیښنې

د اوبو د ډیپلوماسۍ یو ایراني شنونکي، حجت میان‌آبادي، د دغه هېواد یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان د کانالونو او د اوبو د لویو بندونو په جوړولو بوخت دي او غواړي اوبه د سیاسي وسیلې په توګه وکاروي، ترڅو واک ترلاسه او ګاونډي هېوادونه د اوبو په زور تر خپل فشار لاندې راولي.

میان‌آبادي ویلي چې طالبان هڅه کوي د اوبو د کنټرول لپاره بندونه جوړ کړي ترڅو د خلکو ترمنځ خپل اعتبار لوړ، او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو اړوند خبرو اترو کې خپل موقف پیاوړی کړي.

میان‌آبادي دا هم ویلي چې طالبان نه یوازې د کمال خان بند پر اوبو د کانالونو په جوړولو بوخت دي، بلکې د ایران سره پر پوله داسې مهال د ۴۹ زره پښتنو کورنیو د ځای پر ځای کولو پلان یې هم جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو کورنیو ځای پر ځای کول داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران په ختیځو سیمو کې په پرله‌پسې ډول نفوس د کمښت سره مخ دی، او ایراني وګړي دغه هېواد له ختیځ څخه مرکزي سیمو ته په کډه کولو بوخت دي، چې دغه حالت د پام وړ ټولنیزې، امنیتي او سیاسي ننګونې رامنځته کولی شي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د علمي، ټکنالوژۍ او اقتصادي بنسټ هم څه موده وړاندې ویلي وه چې طالبان د کمال خان بند او د هغه اړونده د اوبو د کانالونو په جوړولو سره د ایران د حقابې یا د اوبو حق تر پښو لاندې کړی او دغه هېواد د هلمند سیند په اوبو کې خپل هغه حق نه دی ترلاسه کړی چې په ۱۳۵۱ کال کې پرې هوکړه شوې وه.

د دغې ادارې په وینا، د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران باید هر کال له دغو اوبو ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي، چې د دغو کانالونو د جوړېدو له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.