د اسرئیلو د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ ومنله چې موساد د اسرائیلي وګړي خباد زوی کوګان د ورکیدو په اړه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې څېړنې پېل کړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې کوګان د تېرې پنجشنبې په ورځ نادرکه شوی او اسرائیل دا یوه ترهګریزه پېښه ګڼي.
دغه دفتر همداراز له اسرائیلي وګړو غوښتي چې د دغه هېواد د امنیت شورا د اعلامیې پر بنسټ متحده عربي اماراتو ته له سفر کولو ډډه وکړي.