د پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت په اسلام اباد کې د عمران خان د قهرېدلو پلويانو د کنټرول لپاره له پوځ مرسته غوښتل شوې او ورته امر شوی چې ورانکارو لاریون کوونکو باندې ډزې وکړي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزير په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند زرګونه پلويان د هغه د خلاصون په موخه پر اسلام اباد ورټول شوي او مظاهرې کوي خو حکومت د دغو اعتراضونو د مخنیوي لپاره اسلام اباد ته ورغلې لارې تړلي او په ښار کې يې ګرځبنديز لګولی دی.
اسلام اباد ته داخلېدونکي لارې په کانټينرونو تړل شوي خو د عمران خان پلویانو ياد کانټیرونه له خپلو مخو لري کړي او د اسلام اباد پر لور يې حرکت ته دوام ورکړی دی. په ځينو سيمو کې ځايي حکومت په سړک کې لوی خندقونه جوړ کړي چې د اعتراض کوونکو د ورتګ مخه ډپ کړي.
تازه د پاکستان جیو نیوز تلويزيون په يو راپور کې وويل چې د اسلام اباد امنيتي ادارې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي او د عمران خان د پلويانو د کنټرول لپاره له پوځ مرسته غوښتل شوې ده. دغه راز د پنجاب حکومت پوځ ته امر کړی چې که ورانکاري لاریون کوونکي نه قرارېږي، ډزې دې پرې وکړي.