په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا يوناما په دغه هېواد کې د طالب واکمنانو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک اقدامات ترسره کړي، تر څو د هغو کړنو مخه ونیول شي چې د ښځو حقونو او د هغوی بنسټیزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي.
یوناما دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ نمانځل کیږي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
دا کمپاین د نوامبر پر ۲۵مه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، پیل کیږي اود ډسمبر پر لسمه چې د بشري حقونو ورځ ده.
په همدې تړاو د یوناما له دفتره پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتنبایوا له قوله راغلي چې افغانستان کې د ښځو وضعيت د لا خرابېدو خواته روان دی.
هغه زیاته کړې: “موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بیړنيو اقداماتو ته اړتیا لرو.”
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو کلونو راهېسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی او دغه راز يې په دولتي او ځينو نورو اداراتو کې له کار کولو هم منع کړي دي.