خبرونهلوبې

افغان ۱۹کلنو ځوانانو د پاکستان په ماتولو سره د اتلولۍ جام پورته کړ.

پاکستانۍ لوبډله د خپلو ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځېدلو سره ونه توانېده چې د افغان ۱۹کلنو زلميانو د ۲۵۱ منډو هدف پوره کړي او د ۲۲۹ منډو په جوړولو سره يې لوبغاړي له پښو ولوېدل.

نن د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د خپل ۲۵۱ منډو هدف په دفاع کې خورا ښه توپ‌اچونه وکړه او د یوې خورا غوره توپ‌اچونې په پایله کې یې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې او سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.

په دويمه پاڼۍ کې د افغان ځوانانو له منځه تر ټولو ښه توپ‌اچونه نصيرخان معروفخېل وکړه چې په ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول. عمرزي نورستاني هم ۲ لوبغاړي، الله محمد غضنفر ۱ لوبغاړی، عبدالعزيز خان ۱ لوبغاړی، خاطرخان ستانکزي ۱ لوبغاړی او عزيرالله نيازي هم يو پاکستانی لوبغاړی وسوځول.

دغه لوبلړۍ چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلو تر منځ پيل شوې وه، نن يې د اتلولۍ جام افغان ځوانانو پورته کړ.