افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت؛ سږکال ۴۰ ټنه حاصلات راټول شوي

د افغانستان د زعفران‌کارانو ټولنه وايي، سږکال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ډېر شوي او شاوخوا ۴۰ ټنه د زعفرانو حاصلات راټول شوي دي.

يادې ټولنې ويلي چې تېر کال د زعفرانو حاصلات ۳۰ ټنه و چې سږکال په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د زعفران کارانو د ټولنې په خبره، دغه کچه زعفران د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت امریکا، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان هيوادونو ته صادر شوي.

مسٶلين زياتوي، افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د تولید دوهم لوی هېواد دی او د څو پرله‌پسې کلونو لپاره یې په دې برخه کې د کیفیت له اړخه لومړی مقام هم خپل کړی دی.