راپورونه وايي، پاکستاني حکومت د پوځ او پوليسو په ملتیا پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان پر پلويانو پراخ عملیات ترسره کړي او شاوخوا ۹۰۰ لاریون کوونکي یې چې د تحریک انصاف ګوند غړي دي نيولي دي.
دغه راز حکومت اعلان کړی چې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو سره وسلې هم وې چې د اسلام اباد زرغونه سیمه هم له دغو وسله لرونکو کسانو پاکه شوه.
د پاکستان (ARY) تلویزیون په یو راپور کې وويل چې د تحریک انصاف د غړو پر خلاف په خیبر چوک او کلثوم پلازې سیمو کې عملیات وشول او له ۹۰۰ ډېر کسان یې ونیول شول.
د دغې رسنۍ په وینا، په یادو عملیاتو کې نيول شوي کسان پر پولیسو او پوځیانو د بریدونو او عامه ځايونو د ویجاړولو په تور نیول شوي او بېلابېلو پوليس چوڼيو او ماموریتونو ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزير په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند زرګونه پلويان د هغه د خلاصون په موخه پر اسلام اباد ورټول شوي او مظاهرې کوي خو حکومت د دغو اعتراضونو د مخنیوي لپاره اسلام اباد ته ورغلې لارې تړلي او په ښار کې يې ګرځبنديز لګولی دی.
اسلام اباد ته داخلېدونکي لارې په کانټينرونو تړل شوي خو د عمران خان پلویانو ياد کانټیرونه له خپلو مخو لري کړي او د اسلام اباد پر لور يې حرکت ته دوام ورکړی دی. په ځينو سيمو کې ځايي حکومت په سړک کې لوی خندقونه جوړ کړي چې د اعتراض کوونکو د ورتګ مخه ډپ کړي.