افغانستانخبرونهلوبې

نن د نولس کلنو کرکټ اسيا جام سيالۍ پيل شوې!

دغه پنځوس اوريزه سيالۍ د اسيا د ۸ غوره لوبډلو تر منځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې ۱۰ ورځې به دوام کوي.

افغانستان په لومړۍ ورځ له بنګلدېش سره د لوبې ډګر ته ښکته شوی دی. بنګلدېش توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زيان سره يې افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه. د افغانستان توپوهنه لا پاتې ده.

د نولس کلنو کم‌عمره اسيا جام سیاليو کې افغانستان، هندوستان، بنګلدېش، سريلانکا، پاکستان، عربي امارات، هانګ‌کانګ او جاپان لوبډلې په دوو ګروپونو کې لوبېږي چې د سر ۴ لوبډلې به يې نيمه پايلوبې ته ځي.

د افغانستان له نولس کلنو کشرانو لوبډلې تازه تازه د افغانستان، پاکستان او اماراتو د درې اړخيزه لوبلړۍ اتلولي ګټلې او په لوړ مورال سره په دغو سياليو کې ګډون کوي.

افغانستان يو ځل په ۲۰۱۷ کې د دغو سياليو د اتلولۍ جام پورته کړی دی.