
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران، چین، روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا په نیویارک کې د افغانستان په اړه غونډه کړې.
په دې غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي شتون یوازې مصیبت او ناامنۍ رامینځته کړي ده او ټینګار یې کړی، چې مونږ په پریکنده توګه د هېوادونو په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنې غندو.
هغه ویلي، د نړیوالو حقوقو له پیژندل شویو اصولو او د ملګروملتونو له منشور سره سم د خپل سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانستان د خلکو د ذاتي حق ملاتړ کوي.
عباس عراقچي د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې، دغه راز د افغانستان د ۲۰۲۵م کال د بشر دوستانه ضرورتونو او ځواب پلان د ضرورت وړ یوازې اوه ویشت اعشاریه یو فیصده بودجه ترلاسه کړي ده، چې د دې هېواد لپاره بسنه نه کوي.
دغه ایراني چارواکي، د افغانستان هغه شتمنۍ چې په امریکا کې کنګل شوې، له قید او شرط پرته یې د ازادېدو غوښتنه کړې.










