
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
جنوبي کوريا د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د اماني صندوق سره په همکارۍ، د اړمنو کورنیو سره د يو ميليون ډالرو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره اماني صندوق اعلان وکړ چې جنوبي کوريا د يو ميليون ډالرو په ورکړې سره، په افغانستان کې د بشري اړتياوو د پوره کولو په هڅو کې برخه اخيستې ده.
د دې ادارې په وينا، دا تخصيص شوې بوديجه به د لومړنيو خدمتونو، د معيشت د سرچينو په پياوړتيا، او د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره د دوامداره حل لارو په جوړولو کې مصرف شي.