
کابل ټيلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند لومړی وزیر نرندرا مودي په داسې حال کې جې د امریکا له لوري يې پر محصولاتو د ټېکس کچه لوړه شوې، اووه کاله وروسته یو ځل بیا چین ته سفر کوي.
د یاد سفر موخه د اګسټ په ۳۱مه د شانګهای سازمان د سرمشريزې په غونډه کې ګډون په ګوته شوی خو ټاکل شوی چې د سفر پرمهال له چینایي چارواکو سره هم وګوري.
د دغه سفر په تړاو تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.