
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او تاتارستان د خصوصي سکټور ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او صنعت او سوداګرۍ وزیر ولادیمروویچ کوروبچینکو په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت پلاوي ته بلنه ورکړې تر څو د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه تاتارستان کې د نفتي توکو په نندارتون کې ګډون وکړي.
نوموړي دغهراز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې ته بلنه ورکړې ترڅو د یاد هېواد د سوداګرۍ او پانګونې څخه لیدنه وکړي.