د خیبر پښتونخوا په کرمه سیمه کې د شیعه او سني په نوم د رامنځته شوي تاوتریخوالي تر اوربند وروسته بیا هم په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو ځایونو کې له اوربند سرغړونه کېږي چې تازه په کې ۱۳ نور کسان وژل شوي دي.
دې سره دټولو وژل شويو کسانو شمېر تر ۱۲۴ کسانو لوړ شو او په دغه جګړه کې تر اوسه ۵۰ کسان ټپيان دي.
دا نښتې هغه مهال رامنځته شوې چې کرمې ته روان د مسافرو څو موټرو باندې ډزې وشوې او لږ تر لږه ۸۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د دغو بریدونو پړه په کرمه کې د شيعه او سني مذهبو ډلو له لوري يو پر بل واچول شوه او ترمنځ يې نښتې پيل شوې چې له امله يې دا درانه ځاني او پر دې سربېره ګڼ مالي زيانونه واوښتل.
د کرمې د شیعه او سني فرقو ترمنځ دا نښتې پخوا هم شوي خو لکه دا ځل په شان ډېرې اوږدې او درنې شوې نه وې.