افغانستانخبرونهسیمه

په مومندو او شمالي وزيرستان کې پاکستاني ډرون الوتکو په بريدونو کې ماشومان وژلي

سرچینو ویلي چې په شمالي وزیرستان کې درې ماشومان د پاکستاني پوځيانو د بې‌پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ټپيان شوي دي.

سرچینو شنبه د نومبر پر ۳۰مه رسنيو ته ویلي چې دا پېښه بیګاه شپه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، پاکستاني پوځيانو نن سهار هم پر دې سیمې بمباري کړې چې ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی.

له بلې خوا د خېبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ځايي خلک د جمعې په شپه د پاکستاني ډرون بريد کې وژل شوي دوه کلن ماشوم په جنازه کې وايي، دوی ښکاره وليدل چې پر يوه کور دغه بريد ډرون الوتکې وکړ خو پاکستاني ادارو د لاسي بمونو اوازه ګډه کړه.

په همدې جنازه کې د مومند ولسوالۍ يو اوسېدونکی صفدر مومند وايي، د پاکستان پوځ چې کومه وسله هم نوې جوړه کړي نو ازموينه يې پر پښتون کوي. دغلته ځايي مشران وايي چې په قبايلي سيمو کې خلک د پاکستاني ډرون څخه ستړي شوي دي او نور پخپلو سيمو کې ډرون الوتکو ته ولسي اجازه نه ورکوي.