افغانستانخبرونه

له نورو ولايتونو وروسته طالبانو په بامیان کې هم د ماشومانو د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي وتړل

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د سلګونو سیمه‌ییزو ټولګیو له تړلو وروسته، طالبانو تازه بامیانو ولایت کې هم ټول سيمه‌ييز ټولګي تړلي دي.

د بامیانو ولایت ځینې سيمه‌ييزې سرچینې وایي، دا لسګوڼه ټولګي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له‌خوا د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدماتو د مؤسسې “ډبليو‌ايس‌ټي‌اې” په همکارۍ د دې ولایت په ليرې پرتو سیمو کې فعال وو.

یادې سرچینې چې د زده‌کوونکو کورنۍ او د هغوی ښوونکي دي زياتوي چې، د دې ټولګیو تړل کېدو له سلګونو هغو هلکانو او نجونو څخه د زده‌‌‌کړو فرصت واخيست چې، له وړاندې یې ښونځيو ته لاس‌رسی نه درلود.

امیر مهدي، چې د بامیانو ولایت یو اوسېدونکی دی او درې ماشومانو یې په دغو ټولګیو کې زده‌کړه کوله، ازادی راډيو ته يې وویل: “دا ټولګي زموږ ماشومانو ته ډېر ګټور وو، ډېر څه یې زده کړي وو، خو بدبختانه طالبانو دا ټولګي له‌‌‌دې له امله بند کړل چې د کوچنيو هلکانو او نجونو ټولګي یوځای وو. له یونېسف څخه غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي، څو زموږ ماشومان له زده‌کړې محروم نه‌‌‌شي.”

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په پرلپسې توګه په کندهار، خوست، ننګرهار او هرات ولايتونو کې د دغه ټولګيو د تړلو امرونه صادر شول.