افغانستانخبرونه

کندهار کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده

سیمه‌ییزو سرچینو په کندهار ولایت کې د یو ۱۵ کلن هلک د ځان‌وژنې خبر ورکړی.

سرچینو یک‌شنبه رسنیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ اړوند په «احمدزیو» کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې وايي چې دا هلک اخترجان نومېده.

تر اوسه د دې ځان‌وژنې لامل نه دی څرګند شوی او په کندهار کې طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یو ۲۰ کلن زلمي زندۍ شوی مړی موندل شوی و.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځوانانو ترمنځ د ځان‌وژنې کچه لوړه شوې ده.