خبرونهنړۍ

په حلب کې له وروستيو جګړو او ترينګلتيا سره هممهاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته سفر کړی

په سوریه کې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا سره هممهاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه هېواد ته سفر کړی او له ولسمشر بشاالاسد سره یې لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې، سید عباس عراقچي اسد ته د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
عراقچي په سوریه کې د وسله والو وروستي ترهګریز بریدونه او فعالیتونه د بهرنیانو دسېسه ګڼلې او وايي له دغې چارې موخه د سیمې د امنیت خرابول دي.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دوی سره د ایران مرستې ذ قدر وړ ګڼلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي په سوریه کې د وضعیت د خرابوالي لامل ایران او روسیې ته د بشارالاسد نږدېوالی دی.