افغانستانخبرونهسیمه

په ايران کې په دوو جلا پرېکړو کې ۲ افغان ځوانان اعدام شوي دي.

دغه دوه افغانان د اصفهان او ايزد په زندانونو کې اعدام شوي یو يې د غزني ولايت او بل يې د هرات اوسېدونکي ول.

د‌ غزني د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی نېک محمد د پنجشنبې په ورځ د ايراني عسکرو لخوا اعدام شوی.

د نوموړي کورنۍ رسنيو ته د دغې پېښې د تائيد ترڅنګ وويل، نیک محمد د اصفهان ښار په يو زندان کې اعدام شوی، خو دا چې  په کوم جرم اعدام شوی په اړه يې جزييات ور نه کړل.

بل ۱۸ کلن افغان ځوان د هرات ولايت د «نوده» سيمې اوسېدونکی اسماعيل بارکزی نومېده چې په ايران کې د وژنې په يوه تور اعدام شوی دی.

سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه افغان د اعدام حکم پنجشنبه د لیندۍ پر ۸مه د ایران په یزد زندان کې پلی شوی دی.

په دې ورستیو کې په ايران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ چټکه شوې ده. د ايران د بشري حقونو ادارې «حال وش» ويلي چې يوازې په تېرو ۱۱ مياشتو کې ۵۶ افغانان په ايران کې اعدام شوي دي.

شنونکي د دغو اعدامونو په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چوپتيا اختيارول انديښمن کړي.  حتا تېره مياشت د ايران خلاف پر رسنيو او ټولنيزو شبکو د غږ اوچتولو په تور په کابل کې د پوهنتون استاد جاويد مومند نيول شوی و چې له یوې مياشتې شکنجې وروسته خوشې شو.