افغانستانخبرونه

طالبانو له ښوونځي او پوهنتون وروسته انستېتوتونو ته هم د نجونو ورتګ بند کړ

سرچینې وایي، طالبانو له ښوونځیو او پوهنتونونو وروسته دا ځل د روغتیايي علومو انستیتونو ته هم د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
یوه سرچینه وايي، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري بخت الرحمن شرافت نن د خصوصي انستیتونونو یو شمېر استازي ورغوښتي او دا پرېکړه یې ورته اعلان کړې ده.
هغه ویلي، “قابلګۍ، د غاښونو، لابراتوار او نرسنګ برخه کې نور نحونو ته داخله مه ورکوئ او شته ټولګیو ته هم نجونې مه پرېږدئ.،،
سرچینه زیاتوي کله چې د انستیتونو مسوولینو دغه طالب چارواکي پوښتنې کولې، هغه ترې روان شو او وویل چې “دا موضوع زموږ او ستاسو له وس بهر ده.،،