خبرونهنړۍ

ملګري ملتونه: سوریه کې د وروستيو جګړو له امله ۵۰زره خلک کډوال شوي

ملګري ملتونه وايي، د سوریې په شمال کې د وروستيو جګړو او ناقراریو له امله شاوخوا ۵۰زره کسان چې ژوند يې له ګواښ سره مخ و، بې کوره او بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي دفتر يا اوچا په يو بیان کې ويلي چې د نومبر تر ۳۰مې ۴۸زره او ۵۰۰ کسان کډوالۍ ته مجبور شوي دي چې اوس په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي او د ژوند لومړنيو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې د نومبر له ۲۶مې د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې د سوریې په شمال کې د جګړو له امله د ۱۲ ماشومانو او ۷ ښځو په ګډون ۴۴ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې تېره اوونۍ په سوریه کې فعالې وسله والې ډلې تحریر شام چې پخوا د النصره ډلې په نوم يادېده له يو شمېر نورو وسله والو ډلو سره لاس يو کړ او د سوریې په ستر ښار حلب باندې يې يو دم بریدونه پيل کړل.