خبرونهنړۍ

اسرائیلو په جوماتونو کې پر لوړ غږ اذان باندې بندیز ولګاوه

د اسرائیلو د ملي امنيت وزیر اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوليسو ته امر شوی چې په جوماتونو ې په لوړ غږ د آذان کولو مخه دې ونيسي.

اتمار بن غفیر ويلي چې دا چاره په اسرائیلو کې د امنيت د ټينګښت لپاره شوې او پولیسو ته دا هم ويل شوي چې له دغه حکم که کوم جومات کې سرغړونه کېږي، اذان دې پرې بند کړي او جريمه دې يې کړي.

په اېکس پاڼه کې په يو پوسټ کې دغه سرسخته ملتپال وزیر لیکلي: ، (خوښ) دی چې داسې پاليسي وړاندې کوي چې په خبره يې له جوماتونو څخه د يو (غیر منطقي شور) مخه نيسي چې د اسرائيلو وګړي يې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.