خبرونهنړۍ

امریکا د اوکراین لپاره ۷۲۵  ميليون ډالرو پوځي مرستو اعلان وکړ

د امریکا د دفاع وزارت ويلي چې متحده ایالتونو له اوکراین سره د روسیې پر خلاف د جګړې د دوام لپاره ۷۲۵ ميليونه ډالرې نوې پوځي مرستې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ استټن په يو بیان کې ويلي، دغه مرستې د اوکراین لپاره ځکه اړینې دي چې روسیي ځواکونه د موټرو او زغروال ټانکونو پرځای له پلي تګ څخه کار اخلي.

په مرستو کې ځمکلاندې بمونه، د لوړ خوځښت توپچي راکټي نظام، د هوایي دفاع لپاره سټینګر توغندي او ډرونونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر تېره اوونۍ داسې يو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې روسیه تر دې وروسته کولی شي هغه هېواد چې د روسیې پر وړاندې جګړه کوي او بل هېواد يې د جګړې لپاره مرسته وکړي دوی پر درېیم هېواد هم برید کولی شي.