افغانستانخبرونه

امرالله صالح د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث لپاره امریکا ته بلل شوی.

د امريکا د کانګرس غړي ټيم برچېټ د جمهوري دولت لومړی مرستيال امرالله صالح د افغانستان د راتلونکې په تړاو د بحث او خبرو لپاره امريکا ته دعوت کړی دی.

برچېټ پخپل رسمي ايکس ښاغلي صالح ته د ولسمشر خطاب کړی او هغه ته يې د افغانستان په تړاو د بحث لپاره امريکا ته د سفر بلنه ورکړې ده: «هر څومره چې طالبان په واک کې پاتې کېږي، هماغومره امريکا ته ګواښ دي.»

د ولسمشر غني لومړی مرستيال چې د جمهوريت سقوط او د طالبانو بيا واکمنول د امريکا يو پلان بولي او له دې وجې يې پر امريکا کلک انتقادونه کړي، دا لومړی ځل دی په يو رسمي سفر امريکا ته د افغانستان د راتلونکې په تړاو د بحث لپاره غوښتل کېږي.