افغانستانخبرونه

طالبانو په خوست کې ۶ کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په خوست ولایت کې یې شپږ کسان د نامشروع اړېکو، غلا او فریبکارۍ په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

د یادې محکمې څخه(چهارشنبه،۱۴ دلېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د یادو کسانو له ډلې پنځه کسان پر یوه-یوه کال بند او د۳۹-۳۹ دُرو پر وهلو محکوم شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز یو بل کس یې پر دوه کاله بند او د ۳۹ دُرو پر وهلو محکوم کړی دی.

له دې څو ورځې وړاندې په بدخشان، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر کسان د طالبانو له لوري په عام محضر کې مجازات شوي وو.

که څه هم نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو بنسټونو په څو ځلي له طالبانو عام محضر کې د خلکو د مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې، خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لړۍ دوامداره ساتلې ده.