مقالې

طالب سره ولې دیني استدلال معنا نه لري؟

لیکوال: ایمل جلال

د دین په اړه طالب سره مناظره کول او یا د دیني روایاتو او نصوصو پر اساس د طالبي ذهنیت ننګول، اوبه په ډانګ وهل دي. د نړۍ نږدې ټول مسلمان علما باور لري چې د قرآني نصوصو او نبوي احادیثو له مخې په اسلام کې ښځې ته د تعلیم او کار حق ورکړل شوی دی. نو بیا ولې طالب د متعال خدای ج اوامرو ته غاړه نه ږدي؟ ددې پایله دا شوه چې زموږ په نزد طالب له حقیقي اسلامه ناخبره جاهل بولو او په مقابل کې د طالب لپاره موږ ټول اهل کفر مفسدین یو!

فکر کوم اصلي مسئله د « زور، اقتدار یا قدرت» (Power) سره د خلکو په رابطه کې ده. یعنې دا مهمه نه ده چې مثلاً د ښځو تعلیم په اسلام کې شته دی او کنه؟ مهمه دا ده چې دا فتوا څوک او له کوم موقف څخه ورکوي؟ د اقتدار تعریف دا ایجابوي چې هر هغه څوک چې زور لري، په دې اړه د تصمیم نیولو صلاحیت هم ورسره دی. مقتدر حاکم اول پرېکړه کوي او بیا د مشروعیت لپاره یې نصوصو ته رجوع کوي. په عامه اصطلاح کې دې ته سوټه مسلماني هم وايي!

د نجونو د تعلیم په برخه کې طالب کټ مټ همداسې وکړل. اول یې د ښونځي او پوهنتون دروازې وتړلې او بیا یې د خپلې پرېکړې د مشروعیت لپاره دلایل وتراشل چې ګواکې په اسلام کې د ښځو تعلیم نشته دی. بل کار یې دا وکړ چې د نړۍ ټولو مسلمانو علماو ته یې چلېنج ورکړ چې په اسلام کې دې د ښځې د تعلیم جواز ثابت کړي! اوس کې د ټولې نړۍ مسلمانان او جید علما یو ځای شي د طالب ددې پرېکړې مخه نشي نیولی. دا ځکه چې دواړه ډلې د یو دین په ثابتو نصوصو او متونو باندې استدلال کوي او دواړه ځان پر حقه بولي. خو طالب ځکه بریالی دی چې دی چې د قدرت ټول ابزار ورسره دي. دا ابزار د توپ او ټوپک تر څنګ دین او فرهنګ دي.

د مسئلې د لا روښانتیا لپاره راځئ یوه بېلګه مطالعه کړو. په عربستان کې د محمد بن سلمان د حاکمیت سره سم، سعودي ۱۸۰ درجې تغیر وکړ. هماغه سعودي بادشاه چې ځان د حرمینو شریفینو خادم او د اسلام باني بولي، نن په کې امریکايي سندرغاړې کنسرتونه ورکوي. که مو په یاد وي، محمد بن سلمان هم د تالېب په څېر کار وکړ. لومړی یې قدرت ترلاسه کړ، مخالفین یې وځپل او بیا وروسته یې د سعودي پر خاوره اصلاحات رواستل. اوس ورته د مشروعیت لپاره هماغه د توپ او ټوپک ترڅنګ اسلام او متعال عربي فرهنګ کاروي.

دا ځکه وایم چې طالب سره په جنګ کې د خپل قدرت ابزار وپېژنو یا په ساده ژبه په خپل زور باندې پوه شو. د ځوان نسل زور په ټیکنالوژۍ او خواله رسنیو کې دی او طالب له دې شي سخت ډارېږي. د تالیبي فکر چلېنج کول، هغه ته غوږ نه ایښودل یا د مخاطب په توګه نه منل دي.

ددې موضوع بل اړخ د افغاني فرهنګ سره د ښځو د تعلیم د اړیکو مسئله ده چې بل وخت به پرې خبرې وکړو.