افغانستانخبرونه

پخواني ولسمشر کرزي د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو د بندېدو په وړاندې غبرګون ښودلی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان نجونو پر مخ د طبي زده کړو بنديز ته په غبرګون کې پر خپله ايکس پاڼه ‏‎ليکلي، افغانستان هغه وخت د بهرنيانو له اړتياوو خلاصېدای شي او داخلي مشکلات يې حل کېږي چې متخصصه بشري قوه ولري او دا هغه وخت شونې ده چې هلکان او نجونې هر اړخيزې زده کړې وکړي.

حامد کرزی وايي، په داسې حال کې ده چې له وړاندې افغان ښځې او ميندې له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو لخوا د نجونو پر مخ د طبي زده کړو بنديز خورا خواشينوونکی دی.

ښاغلي کرزي له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره بيرته د افغان نجونو پر طبي زده کړو بنديز لرې کړي او د هغه سربېره دې د نجونو ښووځي او پوهنتونونه هم پرانيستل شي. « د افغان نجونو د استعدادونو د ضايع کېدو تر مخه دې پر تعليم او تحصيل لګېدلي بنديزونه ژر لرې شي، تر څو افغانستان د زده کړو په برکت سوکالۍ ته ورسېږي.»